په کندوز پوهنتون کې تیره شپه د تراویح ـ القرآن ختم ترسره شو.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۹:۴۵
er

الحمدالله

په کندوز پوهنتون کې تیره شپه د تراویح ـ القرآن ختم ترسره شو.

یک شنبه ۱۴۴۴/۹/۲۰ ه ق چې د ۱۴۰۲/۱ / ۲۰ نېټې سره سمون لري په کندوز پوهنتون کې تیره شپه د تراویح ـ القرآن ختم ترڅنګ د ترانو ویلو مراسم ترسره شو.

د تراویح ـ القرآن ختم په دې شاندارو مراسمو کې د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، د کندوز ولایت مقام دفتر رئیس ښاغلي م و ل و ي عبدالغفور شهیدزوی، د کندوز ولایت بهرنیو چارو رئیس ښاغلي اسدالله نیازي همدارنګه دپوهنځیو رئیس صاحبانو،استادانو یو شمیر مسؤلینواو محصلینو ګډون کړی و.

یاد عظیم الشان پروګرام تیره شپه د تراویح ـ القرآن ختم لمونځ د کندوز پوهنتون ورزشي چمن کې ترسره شو چې په کې د کندوز پوهنتون رئیس په ګډون د کندوز ولایت مقام دفتر رئیس ، د کندوز ولایت بهرنیوچارو رئیس او نورو مسؤلینو خپلې ارزښتناکې او عالمانه ویناوې ګډونوالو ته واورولې او هغه قاري صاحبان د دوی له لوري وستایل شول چې د شلو ۲۰ ورځو په ترڅ کې یې د تراویح ـ آلقران ختم بشپړل کړ.

په یاد پروګرام کې یو شمېر ځوانو محصلینو خپل چمتو کړي ، ترانې، شعرونه ګډون والو ته واورول.

دغه د خوښۍ مراسم د کندوز پوهنتون د عوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ی صاحب عبدالحکیم عابدي په دعاء پای ته ورسېدل.

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS