د کیفیت د تضمین غونډه

kundoz_admin
Sat, May 28 2022 3:49 PM
101
پنجشنبه ۲۴/۱۰/۱۴۴۳ هـ. ق د کیفیت د تضمین غونډه د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس "اصولي" په مشرۍ او د غونډې د غړو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې د معیارونو پر پوره کولو، د اعتبار ورکولو د دریم پړاو د بشپړولو لپاره د شرایطو او اسنادو په بشپړولو او په اتمه اونۍ کې د ښوونکو د تدریسي کیفیت د اصلاحي ارزونې پر پیل ټینګار وشو. سربیره پردې، د غونډې غړو د 1401 تحصیلی کال د دریم پړاو د اعتبار ورکولو د ارزونې لپاره د پوهنتون د چمتو کولو د پاي نیټه وټاکله.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 10:00 AM
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

Thu, Jan 15 2026 9:47 AM
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS