د تضمین کیفیت اواعتبار ورکونې په چوکاټ کې د علمي پروګرامونو او دبیاکتنې ترعنوان لاندې ورکشاپ

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۰:۴۵
22

دوشنبه 11 جمادالاول ۱۴۴۴ ه ق د تضمین کیفیت اواعتبار ورکونې په چوکاټ کې د علمي پروګرامونو او دبیاکتنې ترعنوان لاندې ورکشاپ د کندوز پوهنتون تضمین کیفیت او عتبارورکونې آمریت له خوا د روان کال جماد الاول په 10 پیل شو او دو ه ورځې یې دوام وکړ، یاد ورکشاپ اختتام د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۴ ه ق کال جماد الاول میاشتې په 11 مه نېټه، د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي ضياالدين سيرت په ویناوو سره پيل شو ،او زياته يې کړه ،چې د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د پوهنتون د لاپرمختک او د ګډونوالو لپاره ګټور او ارزښتناک تمامیږي.

ورپسې ښاغلي پوهنمل ګلستان خیر اندېش د کندوز پوهنتون تضمین کیفیت اوعتبارورکولو آمر خپلې وینا وکړه او یاد ورکشاپ د جوړیدلو موخه یې د دې علمي بڼسټ کارمندانو کاري کچې لوړولو کاري پلانونو ترتیب او تنظیم کول او د کندوز پوهنتون تضمین کیفیت برنامې منظم پلي کول او د استادانو تدریس کچې لوړېدلولپاره ګټور وبلل ،او همدا رنګه ښاغلي پوهنمل استاد محمد اسرار شینوار د ورکشاپ په برخه کې د علمي پروګرامونو بیاکتنې په برخه کې خپلي ویناوې وکړې .

په پای کې د غه ورکشاپ ګډونوالوته د تصدیق باڼې وه ویشل شوي او د کندوز پوهنتون دمحصلینوچارومرستیال ښاغلی پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا‌‌ء سره یاد ورکشاپ پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۸:۴۰
Background image

کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د پلانونو، راپورونو او احصائیوي فورمونو تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار پای ته ورسېد

کندوز پوهنتون کې د سمینار دریمې ورځې پروګرام د ستراتیژیک پلان اړوند د کلني عملیاتي پلان د تطبیق راپور ترتیبولو او توحیدولو په هکله موضوعات وړاندې کړل.

 همداراز، د احصائیوي فارمټونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS