د کندوز پوهنتون رهبرۍ د سلام خصوصي پوهنتون 120تنه محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړو.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۳۴
5667

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د سلام خصوصي پوهنتون 120تنه محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړو.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، د علمي چارو مرستيال پوهنیار غلام نبي څپاند او استادانو د کندوز ولایت د سلام خصوصي پوهنتون د شرعياتو ، انجینرۍ، حقوق او اقتصاد پوهنځي 120 تنه محصلینو په فراغت غونډه کې د ګډون ترڅنګ خپلې علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

د کندوز پوهنتون رئيس محصلینو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ وویل: لوستي ، هدفمند، ژمن او نوښتګر ځوانان د نن پانګه او د سبا جوړوونکي دي.

په یاده فراغت غونډه کې د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م ول وي عبدالغفور شهیدزوی ، د کندوز ولايت امنيه قوماندان صاحب د یو شمېر نورو ادارو رئیس صاحبانو ، د خصوصي پوهنتونونو رئیس صاحبانو ، استادانو د محصلینو کورنۍګډون کړی و.

په یاده غونډه د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس په ګډون مخورو مشرانو ، د سلام خصوصي پوهنتون رئيس ،یو شمېر محصلینو د خپلو علمي ویناوو ترڅنګ

چمتو کړې مقالې ګډونوالو ته واورولې.

غونډه د کندوز پوهنتون رهبرۍ په ګډون یو شمېر ګډونوال له لورې محصلینو ته د تصديق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه 9/1/1445 ه ق/4/5/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومی مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS