کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه پیل شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۱:۴۳
کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه

د کانکور عمومي آزموینه نن سهار د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب او ښاغلو  مرستیالانو، د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي چارو مرستیال ښاغلی قاری رحیم ګل احمدي، د آزموینو کمېټې محترمو استازو، محصلینو او د یو شمېر رسنیو استازو په ګډون د یوې لویې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.

د غونډې په سر کې د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب د دغه اکاډمیک مرکز هغو استادانو ته چې د آزموینې مسؤلیت پرغاړه لري په خپلو ویناوو کې یې دوی  ټول خپلو دندو او ورکړل شوو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې وکړه چې د آزموینې بهیر څخه په ښه توګه څارنه وکړي. 

ورپسې د آزموینو ملي کمېټې څخه د کندوز ولایت کانکور آزموینې لپاره راغلی استازی ښاغلی بریالی بهیر صاحب ګډونوالو ته د کانکور اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

د نوموړي په وېنا د کانکور آزموینه په ٥ پنځه پړاوونو وېشل شوې ده چې کندوز ولایت یې په دریم پړاو کې قرار لري او په ټول هیواد کې به ټولټال ٩٠ زره کسان او په کندوز ولایت کې به( ٢٣٨٦) ګډونوال د ٢ دوه ورځو په لړ کې دغه آزموینه کي رقابت ترسره کوي. 

د غونډې په پای کې د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلی مفتی صاحب عبدالکریم امیري د خیر دعا څخه وروسته د کانکور آزموینې اړوند پوښتنو صندوقونه د کندوز پوهنتون رهبري غړو، د پوهنې ریاست او د آزموینوکمېټې استازو له لورې د غونډې ټولو ګډونوالو ترمخ پرانیزل شول.

ورځ: پنجشنبه

نېټه: ١٤٤٥/١٢/٢٠ ق- ١٤٠٣/٤/٧ ه ش 

د عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS