د کندوز پوهنتون رئیس د کندوز ولایت د خصوصي پوهنتونونو له رئیس صاحبانو سره وکتل.

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
az

د کندوز پوهنتون رئیس د کندوز ولایت د خصوصي پوهنتونونو له رئیس صاحبانو سره وکتل.

سه شنبه ۱۴۴۴/۸ / ۷ ه ق چې د ۱۴۰۱ / ۱۲ / ۹ ه ش نېټې سره سمون لري، د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت د کندوز ولایت له خصوصي پوهنتونونو له رئیس صاحبانو سره د کندوز پوهنتون په ریاست کې وکتل.

یاده ناسته د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت په وینا سره پیل او د کندوز ولایت د خصوصوي پوهنتونونو د رئیس صاحبانو په راتګ سره یې خوښي وښوده، او همداراز يې د غونډې اجنډا په اړه له ګډونوالو سره هر اړخیز موضوعات شریک کړل.

ورپسې د کندوز ولایت د خصوصي پوهنتونونو رئیس صاحبانو په خپل وار سره د کندوز پوهنتون مشرتابه له هغو لاسته راړونو چې په وروستيو کې د کندوز پوهنتون او د کندوز ولایت د خصوصوي پوهنتونونو د پرمختک او یو والي لپاره یې نېک اقدامات کړي مننه وکړه.

د کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS