کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۱۲
ert

کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

د کندوزپوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ،د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو او د یاد پوهنتون د رهبري شورا غړو په ګډون کړی و، رهبري شورا ناسته د یاد پوهنتون په ریاست کې ترسره شوه.

یاده غونډه دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وروستيو پرمختګونو ، ستونزو په اړه خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

ورپسې علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند خپلې ارزښتناکې او د اجنډا اړوند علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق او د رهبري شورا ښاغلو غړو دکندوز پوهنتون د پوهنتون د لاپرمختګ په په څو اړینو موضوعاتو نظرونه ، پیشنهادونو ترڅنګ د اجنډا اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

یاده ناسته د څو علمي او اړنیو موضوعاتو پرېکړو او تصميمونو په نيولو سره پای ته ورسېده.

ورځ: شنبه

نېټه: 14/11/1444 ه ق 13/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۵۲
Background image

د «نمر» خصوصي پوهنتون د څلورم ټولګي د محصلانو د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د پسرلني سمستر د پایلو جدول چمتو او د محصلانو د خبرتیا لپاره خپرېږي

له ټولو اړوندو محصلانو څخه غوښتنه کېږي چې خپل نتایج په لاندې جدول کې وګوري

جدول نتایج محصلان صنف چهارم پوهنتون خصوصی «نمر» مربوط به سمستر بهاری سال ۱۴۰۳ هـ.ش ترتیب و به منظور اطلاع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

BACK TO NEWS