په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه درې ورځنی سمینار پیل شو!

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۱

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د شرعیاتو، طب معالجوي، ستوماتولوژي، کمپیوټر ساینس او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار نن پیل شو

په دې سمینار کې د یادو پنځو پوهنځیو محصلانو ته د اسلامي نړۍ د اوسني سیاسي وضعیت، مهمو بدلونونو او اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې کېږي

دغه درې ورځنی سمینار د کندوز ولایت د علماوو شورا د غړي شیخ ممتازالله آغا له لوري وړاندې کېږي

د سمینار د پیل په مراسمو کې د یادو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و او ټاکل شوې ده چې د درې ورځو په ترڅ کې به بېلابېلې اړوندې موضوعات له محصلانو سره شریکې شي

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دغه ډول علمي او فکري پروګرامونو جوړول د محصلانو د دیني او فکري پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره کېږي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندز پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مهمه لاسته راوړنه!

د کندز پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د هڅو په پایله کې د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیواله علمي مجله

(KUIJIS) په یو شمېر معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS