کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۴۰
zxc

کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

د کندوزپوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ، د پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د بشري سرچينو لوی آمر او د مالي او اداري چارو سرپرست ښاغلي محمد انور عمرخېل، د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو او د یاد پوهنتون د رهبري شورا غړو په ګډون کړی و، رهبري شورا ناسته د یاد پوهنتون په ریاست کې ترسره شوه.

یاده غونډه دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوړو زده کړو محترم وزارت د عالي شورا د پرېکړې په اساس د کندوز پوهنتون په اډانه کې د معالجوي طب پوهنځي ایجاد ، د ستوماتلوژي پوهنځي د بیا ځلې آحيا ايجاد، وروستيو پرمختګونو او ستونزو په اړه خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

ورپسې علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند خپلې ارزښتناکې او د اجنډا اړوند علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

همدارنګه په دغه ناسته کې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د رهبري شورا ښاغلو غړو دکندوز پوهنتون د رهبرۍ هڅې وستایلې چې په وروستيو کې د کندوز پوهنتون پرمختګ او د ځوان کهول لپاره د یو ښه چاپيريال په برابرولو کې هڅې کړي او لا یې هم کوي د مننې ترڅنګ د اجنډا اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

یاده ناسته د څو علمي او اړنیو موضوعاتو پرېکړو او تصميمونو په نيولو سره پای ته ورسېده.

ورځ: یکشنبه

نېټه: 8/11/1444 ه ق ، 7/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS