کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د پلانونو، راپورونو او احصائیوي فورمونو تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار پای ته ورسېد
کندوز پوهنتون کې د سمینار دریمې ورځې پروګرام د ستراتیژیک پلان اړوند د کلني عملیاتي پلان د تطبیق راپور ترتیبولو او توحیدولو په هکله موضوعات وړاندې کړل.
همداراز، د احصائیوي فارمټونو په هکله معلومات ورکړل شول چې څنګه د احصائیه مطابق فارمټ، پلان، پالیسي او تقنین ریاست سره همغږي کړو.
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د کارپوهانو عبدالله باباخاني، محمد یوسف عزیزي او وحیدالله شمسي لخوا د عملي پلان د تطبیق او احصایوي فارمټونو په اړه اړین معلومات وړاندې شول. ګډونوالو د دې موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې چې د وزارت د مسؤلینو لخوا قناعتبخښونکي ځوابونه ورکړل شول.
د سمینار د دریمې ورځې په پای کې، د کندوز پوهنتون د علمي چارو محترم مرستیال، ښاغلي پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي خپله وینا وکړه.
هغه د خپلې وینا په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست نه راغلي پلاوي څخه د هغوی د ګډون او هڅو لپاره مننه وکړه.
ښاغلي احمدي د سمینار د ګډونوالو نه هم مننه وکړه او د دوی د فعال ګډون ستاینه یې وکړه.
احمدي مولوي صاحب زیاته کړه چې د هېواد هر پوهنتون ته د پلان پالیسۍ، ستراتیژیک پلان، ربعه وار پلان او کلني پلانونه په چارو کې ډېر ارزښت لري.
په پای کې، ښاغلي احمدي د دې سمینار د ګټورو بحثونو او زده کړو پر اساس، د پوهنتونونو د پرمختګ لپاره د دې ډول فعالیتونو د دوام هیله څرګنده کړه او د لوړو زده وزارت څخه راغلي هئیت یې د تصدیق په پاڼو وستایل.
په پای کې ګډونوالو د ستراتیژیک پلان د عملي جوړولو اړوند موضوعات خورا مهم او ګټور وبلل. همدارنګه، دوی د سمینار په ټولیزه توګه د ګډون او زده کړو له فرصتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه.
یاد سیمنار د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالحکیم عابدي په دعایې ویلو سره پای ته ورسېد
