د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۰

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي عبدالهادي همت، په مشرۍ او د تحقیقاتو چارو معاونیت په همغږۍ د پوهنتون په عمومي تالار کې ترسره شو

په دې مراسمو کې د پوهنتون رهبري، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلانو او د بېلابېلو ادارو د نرم‌افزار انجنیرۍ او ټکنالوژۍ مسؤلینو ګډون کړی و

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په خپلو ویناوو کې د محصلانو د نوښتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هېواد د پرمختګ او اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د ځوانانو علمي او تخنیکي هڅې ارزښتمنې دي

نوموړي د محصلانو له خوا د بېلابېلو پروژو، لکه رادار، بانکي سیستمونو او سوداګریزو پروګرامونو جوړول د ویاړ وړ وبلل او د دوی د لا زیات تشویق او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، پوهنمل عبدالجلیل نیازی، د محصلانو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغو ځوانانو په خپلو تخصصي برخو کې د پام وړ نوښتونه ترسره کړي او د دوی ملاتړ او هڅونه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

د مراسمو په پای کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو، د محصلانو د روزنې او د نوښتونو د ملاتړ په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو له امله د کمپیوټر ساینس پوهنځي ټول استادان په ستاینلیکونو تقدیر او وستایل شول

همدارنګه د نوښتګرو او څېړنیزو پروژو پر بنسټ ۴۲ تنه محصلان د ستاینلیکونو په ورکولو سره تقدیر شول

غونډه د مولوي عبدالسلام فایق په دعائیه سره پای ته ورسېده

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

BACK TO NEWS