د کندوز ولايت څو ویښو زلمو د کندوز پوهنتون کتابتون سره 500 ټوکه کتابونو مرسته وکړه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۰:۳۲
xc

د کندوز ولايت څو ویښو زلمو د کندوز پوهنتون کتابتون سره 500 ټوکه کتابونو مرسته وکړه.

چهارشنبه 13/10/1444 ه ق چې د 13/2/1402 نېټې سره سمون لري،د کندوز ولايت څو ویښو زلمو د کندوز پوهنتون کتابتون سره 500 ټوکه بېلابېلو برخو کتابونو مرسته وکړه.

یاده ناسته د کندوز پوهنتون عمومي کتابتون کې‌ترسره شوه، چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو او د کتابتون عمومي مدير صاحب ګډون درلود، د کتاب ټولنې او لوستنې بهیر مرستيال ښاغلي وحيدالله کارون له لوري یاد شمېر کتابونه د کندوز پوهنتون کتابتون ته تسليم کړه.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت یاد بهیر له مرستيال او د هغو ټیم څخه مننه وکړه او هغو ته يې د کندوز ولايت ویښ ځوانانو لقب ورکړ ، همدا راز يې د کتاب ارزښت په اړه خپل علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

په دغه ناسته کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په شمول د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د وترنرۍ پوهنځي ریئس صاحب، د کتاب ټولنې او لوستنې بهیر مرستيال ښاغلي وحيدالله کارون او ملګري د ستایلو ترڅنګ داجنډا اړوند خپلې خبرې ،نظرونه ، وړاندېزونه ، له ګډونوالو سره شریک کړل.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS