د ‌کندوز پوهنتون لس مخکښو څېړونکو لمانځونډه ترسره شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۰:۱۸
dfg


د ‌کندوز پوهنتون لس مخکښو څېړونکو لمانځونډه ترسره شوه.

ياده غونډه د کندوز پوهنتون حقوقي کلینیک د‌غونډو په تالار کې جوړه شوې چې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په ګډون د ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهيد زوی ، د کندوز ولايت د پوهنې ریاست مرستيال ښاغلي م و ل و ي صاحب غلام رسول حقاني ،د پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ،د پوهنځيو ښاغلو رئیس صاحبانو ، د څانګو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، د څېړنې اړوند خپلو علمي ویناوو ترڅنګ د کندوز پوهنتون لسو مخکښو استادانو مبارکي وويله او دا یې د کندوز پوهنتون د پرمختګ لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله ، همدا راز يې د پوهنتون ټول کادرونه د خپل تدريس ترڅنګ د څېړنيزو مقالو لیکلو ته وهڅول.

دغه راز د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند مخکښو استادانو ته د دې سترې بریا مبارکي وويله او په نړۍ کې یې د کتاب لوستلو، څېړنيزو مراکزو باندې خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو ته واورولې.

په غونډه کې د کندوز ولايت مقام د دفتر رئيس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی ، ښاغلو استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل ، هغه استادان او هغه محصلین چې اوس ښه زمینه ورته برابره شوې او لوی فرصت په لاس کې لري د کندوز پوهنتون او نورو برياليو څېړونکو څخه دې لارښوونې او زده کړې ترلاسه کړه ترڅو مو هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.

په یاده غونډه کې د کندوز ولايت د پوهنې ریاست مرستيال ښاغلي م و ل و ي غلام رسول حقاني په شمول ،د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانګې علمي کادر پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي ، د څېړنو آمر ښاغلي پوهنمل ګل آقا انوري ګډونوالو ته د خپلو څېړنيزو فعاليتونو په اړه خبرې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

د غونډې پای شېبو کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د کال 10 مخکښو ته ځانګړې جوړ شوي ستایندړه(تندیسونه) د کندوز پوهنتون درې علمي کادرونو ته د دوکتورا پروګرام د پای ته رسولو په پار مننلیکونه او د یاد پروسې مخکښو کسانو ته مننلیکونه د ګډونوالو په لاسونو ډالۍ شو.

یاده غونډه د کندوز پوهنتون دعوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په دعا د امن په فضا کې پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه

25/11/1444/ ه ق

، 24/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS