ورکشاب 10 روزه نام OBE_SCL در پوهنتون کندز

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۰:۵۸
aa

سه شنبه /1444/7/23چې 1401/11/25سره سمون لري د لوړو زده کړومحترم وزارت د تقرر او ترفعاتو ریاست له لوري دOBE-SCL ( څنګه یو ښه تدریس ترڅنګ ښه شاګردانو وروزو ) تر سرلیک لاندې علمي ورکشاپ چې لس ورځې یې دوام ومومه په کندوز پوهنتون کې پای ته ورسیده.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو دوه تنه ماسټر روزونکي هریو د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلسي څانګې استاد پوهنیار محمد شریف حسن زوی او د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي،پوهنیار احمد عاصم هاشمي، لخوا د کندوز پوهنتون د استادانو مسلکي ودې پراختیا (PDC) مرکز کې کې وړاندې شو.

په دغه ورکشاپ کې د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیارضیاالدین سیرت، د محصلينو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوۍ عبدالقدوس اصولي،دبشري سرچینو آمرمحمد انورعمرخیل،د استادانود مسلکي ودې او پراختيا آمر ښاغلي ولي محمد ودید اواستادانو ګډون کړی و.

د‌لوړو زده کړو وزارت ماسټر ټرينر ښاغلي پوهنیار احمد عاصم هاشمي ناستو ګډونوالو ته په اشارې وويل چې د پایلو پر بنسټ زده کړه او محصل محوره زدکړه (OBE-SCL) په واسطه مونږ کولای شو، یوه واضحه اوشفافه پایله د خپل د تدریس څخه ولرو اومحصل فعال وساتو او زمونږ محصل عملي توان او مهارت لاسته راوړي .

د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیارضیاالدین سیرت، د لوړو زده کړومحترم وزارت د تقرر او ترفعاتو ریاست څخه د مننې ترڅنګ دا ډول علمي ورکشاپونه د استادانو او علمي کادرونو لپاره ډېر اهم وبلل.

یاد ورکشاپ د کندوز پوهنتون د يوه تن استاد په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

BACK TO NEWS