په کندوز پوهنتون کې نوو راغلو محصلینو ته د ښۀ راغلاست غونډه ترسره شوه

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۰:۲
44

په کندوز پوهنتون کې نوو راغلو محصلینو ته د ښۀ راغلاست غونډه ترسره شوه

سه شنبه ۲۱/۸/۱۴۴۴ ه ق چې د ۲۳/۱۲/۱۴۰۱ه ش نېټې سره سمون لري دکندوز پوهنتون نوو جديد الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او هرکلي غونډه د کندوز پوهنتون د اقتصاد په تالار کې ترسره شوه.

ياده غونډه دکندوز پوهنتون وترنري پوهنځي تدریسي مدیر قاري حضرت الدین شېرزاد لخوا د قرآن عظيم‌الشان په څو آيتونو پيل شوه. چې په کې د کندوز پوهنتون د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، د څانګو آمرینو،استادانو،او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

ورپسې د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی عبدالقدوس اصولي نوو راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زده کړو، اکاډمیک چاپيريال سره بلدتيا او مطالعه ته وهڅول، په غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت، لخوا نوو بريالي شوو محصلینو ته د ښۀ راغلاست ویلو ترڅنګ د ټولنيز ادب، ټولنيز اخلاق، متقابل احترام او پوهنتون چاپيريال کې د ځوانانو په مسئوليتونو د اسلامي شريعت په رڼا کې هر اړخيزه وينا وکړه.

ورپسې د کندوز پوهنتون د محصلینو د همغږۍ او خدماتو آمر ښاغلي صفی الله الکوزي ، د پوهنتون نظافت، چاپيريال ساتنې، د پوهنتون او ليليې تګلارې، د اسلامي شريعت په رڼا کې د محصلینو مسئوليتونه او لۀ زدکړيالانو څخه د ټولنې غوښتنو باندې ارزښتناکه ویناوې وې وکړې.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS