استاد پوهنمل عبدالمجید پردېس - استاد پوهنمل ګل آقا انوري د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۲:۱۶
6321

استاد پوهنمل عبدالمجید پردېس - استاد پوهنمل ګل آقا انوري د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو ‌څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنمل استاد عبدالمجید پردېس له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په پار د( زین العابدین پردېس د اشعارو منځپانګیزه شننه او استاد محمد صديق پسرلي د شعرونو سبکي ځانګړې) او دغه راز د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر پوهنمل ګل آقا انوري د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې په موخه د (مطالعه اثرات فواصل کشت بر حا صلدهی و خصوصیات اګرانومیکی برنج باره در کندز)تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړل.

په دې کنفرانس کې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مسلکي پراختيا آمر ښاغلي ولي محمد ودید ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی و .

ښاغلو استادانو استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: دوشنبه 20/1/1445ه ق 16/5/1402 ه ش

دعامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS