د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
 کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او تخنیکي چمتووالی بشپړ شوی و، اوس د ساحې په سطحه په عملي ډول روانه ده.

دغه پروژه د پوهنتون د تګ راتګ د سهولتونو د ښه‌والي، د محصلینو او استادانو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، او د پوهنتون د بنسټیزو داخلي تأسیساتو د پیاوړتیا په موخه طرحه او عملي کېږي.

مولوي کمال‌الدین منیب، د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، د کانکریټ‌ریزي له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

 نوموړي د کار د مختلفو برخو تخنیکي وضعیت د نږدې څخه وڅېړه، د کار کیفیت یې وارزاوه او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې. هغه ټینګار وکړ چې د کار سرعت باید د پلان مطابق وساتل شي او کیفیت په ټولو برخو کې په جدي ډول مراعت شي.

د پروژې تخنیکي مسؤلینو وویل چې کانکریټ‌ریزي د معیاري اصولو مطابق پیل شوې او هڅه کیږي چې پروژه په ټاکل شوي وخت کې په ښه کیفیت سره بشپړه شي او د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو لپاره د استفادې وړ وګرځي.

د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د پوهنتون د داخلي خدماتو او تګ راتګ اسانتیاوې په څرګند ډول ښې شي، او د پوهنتون چاپېریال به یو بل پړاو پرمختګ تجربه کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS