د کیفیت د تضمین غونډه kundoz_admin شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۵:۴۹ https://www.kundoz.edu.af/ps/%D8%AF-%DA%A9%DB%8C%D9%81%DB%8C%D8%AA-%D8%AF-%D8%AA%D8%B6%D9%85%DB%8C%D9%86-%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87 پنجشنبه ۲۴/۱۰/۱۴۴۳ هـ. ق د کیفیت د تضمین غونډه د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس "اصولي" په مشرۍ او د غونډې د غړو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې د معیارونو پر پوره کولو، د اعتبار ورکولو د دریم پړاو د بشپړولو لپاره د شرایطو او اسنادو په بشپړولو او په اتمه اونۍ کې د ښوونکو د تدریسي کیفیت د اصلاحي ارزونې پر پیل ټینګار وشو. سربیره پردې، د غونډې غړو د 1401 تحصیلی کال د دریم پړاو د اعتبار ورکولو د ارزونې لپاره د پوهنتون د چمتو کولو د پاي نیټه وټاکله.