په کندوز پوهنتون کې د امیرالمؤمنین حفظهالله د پنځو فرمانونو په اړه د ۴۰۰ محصلانو ترمنځ رقابتي ازموینه واخیستل شوه!
محصلانو ترمنځ رقابتی ازموینه واخیستل شوه.۴۰۰د کندوز پوهنتون په انګړ کې د ا.ا.ا امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د پنځو فرمانونو د ارزښت، محتوا او تطبیق په اړه د
د ازموینې په پیل کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وویل، دا د ویاړ ځای دی چې د کندوز پوهنتون محصلانو ته د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د فرمانونو په اړه رقابتي ازموینه اخیستل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې دغه ازموینه به په بشپړ شفافیت او عدالت سره ترسره کېږي او د هر ډول درغلۍ مخنیوی به کېږي.
د نوموړي په وینا، په دې رقابتي ازموینه کې به د غوره او بریالیو محصلانو د هڅونې په موخه نغدي، معنوي او مادي ډالۍ ورکړل شي د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د فرمانونو په اړه دغه ډول رقابتي ازموینې په کندوز پوهنتون کې په کال کې دوه یا درې ځله د محصلانو چارو معاونیت د انسجام آمریت له لوري اخیستل کيږی
۲۰۰ محصلان په مرکزی پوهنتون او ۲۰۰ نور محصلان د دشت آبدان په پوهنتون کی ازموینه ور کوی
