د کندوز پوهنتون محصلینو څخه د ا م ا رت پېژندنې _ الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ ازموينه واخيستل شوه

kundoz_admin
Wed, Oct 18 2023 9:42 AM
cvbdf

د کندوز پوهنتون محصلینو څخه د ا م ا رت پېژندنې _ الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ ازموينه واخيستل شوه.

د کندوز پوهنتون محصلینو چارو معاونیت له لوري د دې علمي بنسټ محصلینو څخه د کتاب لوستنې ازموينه د ځانګړې کميټې له لوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې واخیستل شوه.

په یادې ازموينې کې د بېلابېلو پوهنځیو 700 محصلینو برخه اخیستې وه.

په یاد شمېر محصلینو باندې یوه میاشت وړاندې د ا م آر ت پېژندنې او د الحق المبین کتابونه وېشل شوي وو چې نن د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ،د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق او يو شمېر آمرینو په شتون کې واخیستل شوه.

هېره دې نه وي چې دغو محصلینو له منځه به لومړی دوهم او دریم مقام غوره محصلینو ته د کمپيوټر ،بایسکل، مبایل او دغه راز 7 تنو محصلینو ته ستاینلیکونه د کتاب لوستنې هڅونې په پار ډالۍ شي.

یادونه: د یادې ازموينې پايلې به د پنجشنبه په ورځ د ېوې غونډې په ترڅ کې اعلان شي.

نېټه:سه شنبه،1/4/1445ه ق،25/7/1402 ه ش

Latest news

Sun, Apr 27 2025 10:49 AM
Background image

گزارش پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

 

ریاست پوهنتون کندز

معاونیت علمی

پوهنځی ستوماتولوژی

 کمیته فرعی پلان استراتیژیک

 

گزارش  پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

  • نظارت ریس پوهنځی از کمیته های فرعی ،امورات. . .

BACK TO NEWS