په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

kundoz_admin
Mon, Nov 06 2023 10:34 AM
3752fnt

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په یاد‌ ورکشاپ کې د شمال ختيځ زون دولتي او خصوصي پوهنتونونو علمي چارو ښاغلو مرستيالانو ترڅنګ د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمر صاحبانو او د کندوز پوهنتون د پوهنځیو د تضمین کیفیت مسؤولین هم ګډون کړی و.

د‌ورکشاپ پای غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې آمر ښاغلي پوهنیار خیرالدین اسلمیار هم ګډون درلود.

د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په ، په یاده غونډه کې د علمي چارو مرستيال د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست لا پلاوي مننه وکړه او دغه راز يې یې دې ته ورته علمي پروګرامونو غوښتنه وکړه.

هیره دې نه وي چې د څلور ورځني ورکشاپ ګډونوالو ته د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت ریاست چمتوشوي تصديق پاڼې او د دتضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي ته د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري لوري مننلیکونه وویشل شو.

یاد څلور ورځنی ورکشاپ د کندوز پوهنتون محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب په دعا پای ته ورسېده.

نېټه:شنبه,21/4/1445 ق 14/8/1402 ش

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS