د لوړو زده کړو وزارت نشراتی انلاین کنفرانس کی د کندز پوهنتون داطلاعاتو مسولینو ګډون

kundoz_admin
Sun, Jan 26 2025 12:49 PM

پرون د کندز پوهنتون د غونډو عمومي تالارکې لوړو زده کړو وزارت نشراتي انلاين کنفرانس کې د کندوز پوهنتون اطلاعاتو مسئولینو ګډون وکړ.

ياده غونډه د قرآنکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه او غوڼده د لوړو زدکړو وزارت مالي او اداري قدرمن معين الحاج مولوي محمد حامد (حسیب)  په رهبري ترسره شوه.
 دنشراتو ریاست عمومي رئیس ښاغلي انجنیر روح الله روحاني، د لوړو زده کړو وزارت ویاند قدرمن
 قاري صاحب ضیاءالله هاشمي، دلوړ زده کړو وزارت عامه اړیکو او د هېواد په سطحه دنشراتو محترمینو آمر صاحبانو او دپوهنتونونو نشراتي مسئولینو ګډون درلود.
 دلوړو زدکړو وزارت مالي او اداري معين ښاغلي الحاج مولوي صاحب محمد حامد حسیب په خپله وینا کې داسې وویل: ( تل بايد د وزارت سره په اړيکه کې پاتې شئ، د غونډو او ناستو ټول راپورونه بايد پر خپل وخت ژر خپاره کړئ، خبر خپرول مو بايد حقيقي بڼه ولري، دروغ نه وي، په ليکلو او نشرولو کې يې هم بايد له دقت کار واخلئ؛ تر څو غلط خپاره نه شي او د دې نظام او هېوادوالو په زيان تمام نه شي.
ښاغلي حامد «حسيب» په خپلو خبرو کې د ټولو پوهنتونونو د نشراتو مسوولينو ته دا هم زياته کړه، چې د  ذیروح انځورونو د نشرولو څخه ډډه وکړئ)!
 همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو رئيس قدرمن انجنیر روح الله روحاني د اطلاعاتو په اهمیت د داخلي رسنیو سره مثبت تعامل او دپوهنتون لاسته راوړنې خپل ولس سره شریکول مهم وبلل او د نشراتو په هکله یې لازمې سپارښتنې وکړې.

 د لوړو زده کړو وزارت ویاند ښاغلي قاري صاحب ضیاءالله هاشمی د پوهنتونونو نشراتي برخه مهمه وبلله او وویل: (خپل اطلاعات له وزارت سره په خپل وخت شریک کړئ او د راپورونو ارزښت ته پوره پاملرنه وکړئ)!

 په درنښت،
یک شنبه، ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب ۲۶مه 
او: ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغه ۷مه

Latest news

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

Thu, Oct 15 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS