د کندوز پوهنتون د نشراتو کمېټې له ښه ځنډ ورسته له نوي تشکيل سره بیا فعالیت پیل کړو

kundoz_admin
Sat, Aug 26 2023 10:25 AM
567

د کندوز پوهنتون د نشراتو کمېټې له ښه ځنډ ورسته له نوي تشکيل سره بیا فعالیت پیل کړو.

د کندوز پوهنتون نشراتو کمېټې د علمي چارو مرستیال په مشرۍ، د هر پوهنځي په کچه علمي کادر او د نشراتو عمومي مدير په ګډون یو ځل بیا په نوي هوډ او مورال سره بیا فعالیت پیل کړو.

د نشراتو کمېټې لومړنۍ ناسته د علمي چارو معاونیت په مقام کې ترسره شوه. د ناستې په پېل کي د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند صاحب د يادي کمېټي غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه چې خپلو ورځنيو اکاډميکو چارو او مصروفیت ترڅنګ یې په نشراتو کمېټه کې هم خپله ونډه واخيسته، هغه زیاته کړه، چي د همدې غونډي څخه وروسته به د هر استاد څېړنيز، ترفيعي او تاليفي اثر، وزارت ته تر استولو مخکې په نشراتو کمېټه کې کتل کېږي او د دې کمېټې تر تائيد وروسته بې نور مراحل بشپړېږي.

ورپسې د کمېټې ښاغلو غړو په خپل نوبت سره د لومړنۍ ناستې د اجنډا اړوند خپل نېک نظرونه وړاندې کړل او ترڅنګ په غونډو کې د خپل فعاله ګډون اظهار وکړو.

هیره دې نه وي چې د کندوز پوهنتون په کچه د نشراتو کمېټې ښاغلو غړو تشکیل په لاندې ډول دی.

1- د علمي چارو مرستيال پوهنیار غلام نبي څپاند مشر

2- د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر پوهنمل زبیر احمد مجددي منشي په توګه.

3- د شپې پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالمجید پردېس د غړي په توګه.

4-د کمپيوټر ساينس پوهنځي علمي کادر پوهنیار عبدالله ظاهر زاده د غړی په توګه..

5- د مسلکي پراختيا آمر پوهنیار ولي محمد ودید د غړي په توګه.

6- د ستوماتولوژي پوهنځي علمي کادر پوهنمل عبدالرحيم عابدي د غړي په توګه.

7- د وترنرۍ علومو پوهنځي علمي کادر پوهنیار زاهد الله احمدي د غړي په توګه.

8- د اقتصاد پوهنځي علمي کادر پوهنیار سید مجیب الرحمان نوري د غړي په توګه.

9- د شرعياتو پوهنځي علمي کادر پوهنیار ذکریا ذکي د غړي په توګه.

10- د حقونو او سیاسي علومو پوهنځي علمي کادر دوکتور پوهنیار محمد خالد خاورین د غړي په توګه.

11- د کرنې پوهنځي علمي کادر پوهنمل محمد عالم بهذاد د غړي په توګه.

12- د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدير محمد زاهد خیال د غړي د منشي مرستيال او غړي په توګه.

سه شنبه: 5/2/1445 ه ق ، 31/5/1402 ه ش

د «عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت »

Latest news

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

Thu, Oct 15 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS