د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!
د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په OpenAlex علمي ډیټابیس کې شامل شو
دا لاسته راوړنه د ژورنال د علمي فعالیتونو د پراختیا، نړیوالې پېژندنې او د علمي او څېړنیزو مقالو د لاسرسي د اسانتیا په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي
OpenAlex
یو پرانیستی علمي ډیټابیس دی چې د علمي مقالو، لیکوالانو، ژورنالونو او څېړنیزو بنسټونو اړوند معلومات راټولوي او د څېړونکو لپاره یې د موندلو او کارولو زمینه برابروي
په یاد ډیټابیس کې د کندز پوهنتون د نړیوال ژورنال شاملېدل به د ژورنال د خپرو شویو علمي مقالو د موندنې او لاسرسي په پراختیا کې مرسته وکړي او د پوهنتون د استادانو، څېړونکو او لیکوالانو علمي فعالیتونو ته به د نړیوالې پېژندنې او علمي استناد د فرصتونو د پراختیا زمینه برابره کړي
د یادونې وړ ده چې دا پرمختګ د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د علمي خپرونو د نړیوالې پېژندنې په برخه کې یو بل مهم ګام دی
