د کندوز پوهنتون رهبرۍ د پوهځیو او درسي بهیر څخه لیدنه وکړه

kundoz_admin
Tue, Sep 12 2023 9:21 AM
7686

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د پوهځیو او درسي بهیر څخه لیدنه وکړه

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ، د دې علمي بنسټ له پوهنځیو او درسي بهیر څخه ارزونه اولیدنه وشوه.

په دغه لیدنه کې چې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید کمال معنوي د ریاست د دفتر آمر ښاغلي عبدالله نور قدردان یې هم ملتیا کوله د پوهنځیو رئیس صاحبانو سره په ریاستونو، له کمپيوټر لب او په ټولګیو کې د تدريسي بهر څخه له نېږدې ارزونه و کړه.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په زده کړو بختو محصلینو ته وویل: ګورئ چې وخت بېځايه تېر نه کړئ، کم فرصت چې الله ج مو ته په لاس راکړی هغه باید په سالمه توګه استفاده کړو.

دغه راز په یاده لیدنه کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه له نېږدې واورېدل ، او د هواري په موخه یې ورته پوره ډاډ ورکړ.

نېټه: دوشنبه ۱۴۴۵/۲/۲۶, ه ق ،۲۰/۶/۱۰۴۲ ه ش

Latest news

Sun, Apr 27 2025 10:49 AM
Background image

گزارش پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

 

ریاست پوهنتون کندز

معاونیت علمی

پوهنځی ستوماتولوژی

 کمیته فرعی پلان استراتیژیک

 

گزارش  پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

  • نظارت ریس پوهنځی از کمیته های فرعی ،امورات. . .

BACK TO NEWS