د کندوز پوهنتون او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

kundoz_admin
Wed, Nov 01 2023 2:18 PM
fgert34

د کندوز پوهنتون او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

یاد دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور رفیع الله منیب " له لوري لاسلیک شو.

د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه له همکاریو مننه وکړه او یاد تړون یې د دواړو پوهنتونونو د اړیکو لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه، چې د کندوز پوهنتون رهبرۍ د یاد تړون د موادو د پلي کولو په برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دی.

دغه هوکړه لیک د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او کندوز پوهنتون ترمینځ داسې مهال السلیکېږي چې د دواړ علمي بنسټونو له لوري د ګډو علمي پروګرامونو او اړوندو برخو په ټوله کې په فرهنګي او علمي په ځانګړې توګه دوکتورا ، ماسټرۍ او دغه راز د کرنې په برخه کې پلي شي.

نېټه : چهارشنبه ،۱۴۰۲/۸/۳ هـ ش

Latest news

Sun, Apr 27 2025 10:49 AM
Background image

گزارش پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

 

ریاست پوهنتون کندز

معاونیت علمی

پوهنځی ستوماتولوژی

 کمیته فرعی پلان استراتیژیک

 

گزارش  پلان تطبیقی پوهنځی ستوماتولوژی سال ۱۴۰۳

  • نظارت ریس پوهنځی از کمیته های فرعی ،امورات. . .

BACK TO NEWS